د بښنې نړیوال سازمان پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې ژر تر ژره له افغانستان سره روغتیايي مرستې وکړي.
دغه سازمان پر افغان حکومت هم غږ کړي، چې د اکسیجن د کموالي ستونزه د حل او د کرونا ضد واکسین د تطبین لپاره د اقدام وکړي.
دغه سازمان پرون جمعه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو په زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.
په دغه سازمان کې د اسیا د برخې څېړونکي زمان سلطاني ویلي، دا مهال د واکسین کموالی او نشتوالی یوه لویه ستونزه ده او مخکې تر دې چې ناوخته شي باید اقدام وشي.
د افغانستان روغتیا وزارت تېره چهارشنبه او پنجشنبه د کرونا ویروس ۱۸۰۰ مثبتې پېښې ثبت کړي چې بې سارې ګڼل کېږي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/22957